دافغانستان دتاریخ ځلانده ستوری احمد خان « احمد شاه بابا » درانی کال
انجینر محمود صافی انجینر محمود صافی

 « ۱۷۴۷ - ۱۷۷۳ »

کار نامی ،ابدالی دولت ،اود افغانستان بیا جوړه ونه                                  

           سریزه : - کله چه دایران صفوی طهماسب پاچا دخپلو لښکرودجوړیدو دپاره تیاری نیووه ترڅو دافغانانو په مقابله کی وجنګیږی دنادرافشار دزړور تیا او کاری ظرفیت نه یی اګاهی پیدا کړه . په خپل لښکرو کی یی نظامی خدمت ته ومانه . دنادر افشار کړنه دپاچا دلښکرو توجه دځان دپاره جلب کړه.او په کال « ۱۷۲۶ » په نیشاپور ښار باندی حمله وکړه او هغه یی فتح کړه .او ورپسی یی مشهد ،اوسیستان یی  په کال « ۱۷۲۷ »   فتح اولاندی کړه .اودی بریاوو نادر افشار دشاه دقوی په سر کی ورته ځای ورکړه.او په دی ترتیب دنادر افشار نوم په ایران او خراسان کی مشهور شووه.نادر افشارپه کال       ۱۷۲۷ دپښتنو قومونو دغلجایی اوابدالی قواو په منځ کی دشرق او غرب څخه واقع شووه اول یی دهرات خواه ته توجه را وګرځوله او تر کال  ۱۷۲۷

پوری دابدالی حکومت سره په هرات کی دوامدار جنګونه وکړه .ترڅو چه ابدالی حکومت  خپله بی طرفی اعلان کړه .او بیا یی په کال «۱۷۲۹» دولت غلجایی په ایران کی مات کړه اووروسته یی په کال «۱۷۳۶ »هرات او فراه ونیوله او په کال «۱۷۳۲ » کی دعثمانی دولت سره دایران دازادی دپاره وجنګیده .او په کال « ۱۷۳۲» کی دروسانو سره موافقی ته ورسیده او په منځ کی سوله اعلان شووه .او په کال «۱۷۳۶ » لویه قومی جرګه جوړه ګړه اود پاچاهی طرحه یی وړاندی کړه .نادر غوښتل چه ایران او افغانستان څخه یودولت جوړ کړی او اداره یی کړی څرنګه چه نادر سنی مذهبی مسلمان وه او د ایران او افغانستان دمذهبی اختلاف طرف دار نووه . او مشهد یی خپل ځای ناستی وټاکه په دی ترتیب نادر افشار دنادر شاه په نوم په پا چاهی ورسیده .او په کال «۱۷۳۷ » کی یی دافغانستان دپار متوجه شووه.اول یی قندهار فتح اوتنظیم کړه .پدی وختونو کی یعنی په کال «۱۷۳۸ » دکابلستان حکومت ددشیر خان بابری په لاس کی وه او دمشرقی حکومت دناصر خان بابری له خواه اداره کیده .چه دواړه دهندوستان له خواه مقرریدل .دنادر په قواو کی ابدالی اوغلجایی پښتانه تربل هر چاه نه قوی اوخورا مخکی وه .نادر ددوی په وسیله وکولی شووه چه په ډیر اسانی سره تر لاهوراو پنجاب ورسیږی .دخیبر دره کی یی نوی قوت جوړ کړه .اوپه «۱۷۳۹ » کی یی دبابری دولت اخرنی قوت دماتی سره مخ کړه .او دهلی ته په هندوستان کی داخل شووه .دهندوستان پاچا تسلیم شووه او خپله لور یی دنادر زوی نصراله ته ورکړه نادر ددهلی ښار بغاوت مات کړه او چور اوتالان یی او چپاول یی په دهلی ګډ کړه ټوله خزانه ،طلا ،نقره ،لعل او جواهراوټول قیمتی شیان او جنسونه دکوه نور دالماس په شمول ،تخت طاوس دځان سره واخیستل او پاچاهی یی محمدشاه پاچا دخپل زوی خسرته وسپارله اوخپله دهندوستان څخه دافغانستان په لور راروا ن شووه .نادر خپل عالی افسرانو ته « ۵۰۰»اشرفی او منځنی افسرانو ته «۳۰۰ » اشرفی اوخپلو سربازانو ته «۲ »اشرفی چه دهغه وخت په حساب «۲۴ » روپی کیدلی مکافات ورکړه .نادر په کال «۱۷۴۰ » تر بخارا ورسیده امیر بخارا تسلیم شووه او  خپله لور یی علی قلی دنادر افشار وراره ته ورکړه. دبخارا سره یی پوله دامو سیند وټاکه او  خپله بیرته مشهد ته راغی .اوخپل داخلی اوبحری کاروته متوجه شووه .او بحری کارونه یی دیو نفر انګلیسی په کومک مخ ته بوتلل .نادر ډیر دټولو قتو حاتو په سر کی وه او ځان ورته قهرمان ښکاریده .نادر همیشه دچټک عمل څخه کاراخیسته اوتر کال «۱۷۴۴ » پوری یی مختلف جنګونه په دا خل او خارج کی ترسره کړه.دهغه جملی څخه دکرمان خلک یی قتل عام کړه .او په مشهد کی یی کله منار جوړ کړه دی ټولو جنګونو دنادر اعصاب نارام کړه روحی ا و روا نی تکلیف ورته پیداشوه .او خپل زوی رزا قلی یی چه ولی عهد هم وه په ډیره وړه غلطی ړوند کړه . اوسترګی ورته ویستلی او وروسته بیا یی ټول هغه خلک چه دزوی دړندیو په ورځ وه او دهغه دزوی شفاعت یی نوه کړی دتیغه تیر کړه .له دی وروسته نادر په پوره نارامی اومریضی کی شپی او ورځی تیرولی .او په اخر کی یی غوښتل چه قزلباش اوافشاری لښکر خپل دتیغه تیر کړی .تر څو چه په کال « ۱۷۴۷»افشاری اوقزلباش قواو نادر مړکړه .او افغانی قواو حرام سرای دچور او چپاول څخه خلاص اومحافظه کړه .داحمدخان ددی توری په مقابل کی دحرام سرای خزانی او دکوه نور الماس چه هغه وخت دابدالی اواوز بک قواو قومندان وه په لاس راوړل .دنادرافشار تر مرګ وروسته افغانی قواوی بیرته قندهار ته په شا شوی او په سر کی یی احمد خان ابدالی وه .او احمد خان په قندهار کی دافغانی مرکزی دولت په فکر کی شوه .په دی وخت کی په ټول خراسان اوایران کی داخلی جنګونه بیا دسره شووه او احمد خان دوباره خراسان ته لاړه اوحکومت یی نورمحمد خان افغان ته وسپاره او په دی ترتیب خراسان د افغانستان یوه بر خه شووه.

 

 

احمد خان ابدالی : - « ۱۷۴۷ - ۱۷۷۳ »                                                    

  احمد شاه ابدالی دافغانستان دازادی او ملی یوالی سمبول او دافغانستان دتاریخ ځلانده ستوری ژوند لیک ته لنډه کتنه .

احمدخان دزمان خان زوی په کال « ۱۷۲۲» دخپل پلار دمرګ په کال دهرات په ښار کی سترګی دنیا ته پرانیستی . کله چه محمد خان ابدالی دهغه دپلار رقیب دهرات والی شووه. احمد خان دخپلی مور سره یو ځای دفراه ولایت ته نقل مکان وکړه. او دهغه ځای څخه دقندهار ولایت ته دخپل ورور زوالفقار خان سره یو ځای دشاه حسین غلجایی در بار ته پنا یوو ړه .اوهلته په قندهار کی سیاسی بندی شوه کله چه نادر شاه په کال         « ۱۷۳۸» دقندهار ښار ونیوه زوالفقار خان یی مازندران ته تبعید او هلته یی مسموم اومړ کړه  په دی وخت کی احمد خان شل کاله عمر درلود .چه دنادر افشار در بار ته یی ځان ورسوه او نادر هغه دافغانی قواو دافسر په توګه ومانه .کله چه یی دهغه لیاقت اوکفایت ولیده دافغانی او اوزبکی قواو قومندانی یی ورته ورکړه . او دنادر تر مرګه دهغه په دربار اوقواو کی پاتی شووه .کله چه نادر مړشوه احمدخان « ۲۵» کلن وه دزمانی دمشکلاتو او تعبیدونو سره سره خپل درایت او لازمی پخوالی ته ورسیده .او همزمان خپل تحصیل ته یی ادامه ورکړه په پښتو اودری کی با سواده شوه .او په پښتو ژ به کی یی شعر هم وایه .احمدخان په فزیکی لحاظ دقوی اولازمی اندام خاوند وه .ډیر قوی اسپ سوار ،ماهر،هوښیار اوخورا زړه ور سړی وه. وروسته دنادر تر مرګه دایران څخه دڅلور زره غلجایی او لس زره ابدالی او اوزبک قواو په راس کی د نور محمد خان غلجایی سره یو ځای قندهار ته راستانه شول  څرنګه چه قندهار دټولو افغانی قومونو مرکز وه .نورمحمد خان دټولو قومونو مشرانو ته در خواست وکړه چه لویه جرګه تشکیل او پاچا انتخاب کړی .په دی قومونو کی غلجایی،ابدالی،اوزبک ،هزاره ،بلوچ ،او تاجیک شامل وه . په دی وخت کی په افغانستان کی مرکزی دولت موجود نه وه .کابل او مشرقی دهند بابری دولت دخواه  ادا ره کول او قندهار ،هرات اوفراه دایران دصفوی دولت دخواه اداره کیدل او دافغانستان شمال دبخارا دولت دخواه ادا ره کیدل  په حقیقت کی په ټول ملک کی ملوک الطوایفی ګانی موجودی وی .او خلکو اوولسونو په ډیر مشکلات اوباج ورکونه کی زور واکانو ته ژوند کاوه .او ژوند یی په ډیر غریبی او بی چاره ګی کی تیروه  یو نفر ایرانی مورخ مرزا سید مهدی فرخ وایی چه دافغانستان مستقل تاریخ  « ۱۷۴۷ »  داحمد خان ابدلی له دوری څخه شروع کیړی مخکی له دی نه یوه برخه دایران او بله برخه دهندوستان دپاچا هانو پوری مربوط ګنی   . تر څو چه داکتو بر «۱۷۴۷ » دقندهار ولایت په مرکز کی مزار شیر سرخ نظامی کلاه چه په نادر اباد باندی مشهوره وه لویه جرګه دایر شووه . اودی جرګی «۹ » ورځی دوام وکړه . په جرګه کی واحد نظر موجود نه وه او هر مقتدر خان اوقبیلی مشر پا چا هی اوسلطنت دځان دپاره غوښته  لدی جملی څخه نور محمد خان غلجایی ،محبت خان پوپلزایی،مصری خان اسحق زی،او نصرالله نورزی یو بل سره ردول تنها یواځینی کس چه دځان دپاره یی خبره نکوله احمد خان ابدالی وه.ځکه چه دهغه قومی جوړښت سدوزیی وه او دکمیت په لحاظ تر نورو قومونو کوچنی وه اګر چه نیکونه یی دارغستان دابدالی قبیلی مشران وه او پلار یی دهرات دابدالی حکومت ریس تیر شوی وه .دجرګی په اخره ورځ ټولو جرګه مارانو په اتفاق سره یو روحانی عالم وکیل وټاکه دی وکیل ته واک ورکړ شوه .تر څو دجرګی دمنځه هر څوک چه انتخاب کړی ټول به ورته بعیت ورکوی .اودا روحانی عالم دقندهار په قومی جوړښت پوری مربوط نه وه اودا روحانی عالم صابر شاه نومی په کابلی مشهور اودکابل دخلکو دجملی څخه وه . یوی روحانی ،عالمی مذهبی کورنی پوری مربوط وه .او دقندهار ټولو قبیلو او قومونو ده ته خاص ارادت او عقیده درلوده .اودا صوفی سیاست مدار را ولاړ شوه دغنمو وږی یی داحمد خان ابدالی په سر کیښود او دپاچاهی دپاره یی معرفی کړه .په دی ډول ټولو قومونو په اتفاق سره دا پیش نهاد اونظر ومانه او احمد خان ابدالی داحمد شاه په نوم په پاچاهی دمملکت اعلان شوه. داحمد شاه دپاره منطقوی اوداخلی شرایط برابر اومناسب وه ترڅو یو قوی مرکزی دولت جوړ کاندی . په دی وخت کی غربیی یوه خطر ناکه قوه دبحر دلری ساحل څخه دهند وچی په رګونو کی مخ ته تله چه په عصری سلاح اوعلم ، فن،تخنیک مجهزه وه . او دا قوت انګریزی اونور غربیی استعمار ګران اواستثما رګران وه چه غوښتل یی دهند ټولی مادی او ملی شتمنی لوټی کړی .او همدارنګه په هند کی یو بل ملی ،سیا سی ،اونظامی قوت دافغانانو موجود وه دهغه جملی دنجیب خان یوسفزایی اوافغانی ابدالی قواوی ددهلی در بار کی موجودی وی . احمدشاه دښو اخلاقو او تقوا خاوند وه ټولو خلکو او ولس هغه ته دپلار اوغازی خطاب کووه .او دافغانستان یواځینی پا چا وه چه دپاچا هی تاج یی په سر نه ایښوده. لنګوټی یی ټړه، چپن اوموزی یی اغوستلی ،او پر مځکه کیناسته ،او مستقیمآ دولس سره په تماس کی وه .په ډیر تواضع او عاجزی او په خلاس وچلی یی دخلکو سره خبری اومرکی کولی او همیشه داجتماعی عدالت طرفدار وه .او په عین حال کی کوم قوانین چه وضع کړی وه دهغه څخه یی پیروی کوله احمد شاه دخپل «۲۵ » پاچاهی په دوره کی دعیاشی اواشرافی ژوند مخالف وه .اوهم حریص نه وه همیشه دجنګ اوجبهی په سر کی وه او په هیڅ جنګ کی یی دښمن په مقابل کی دجنګ څخه فرار نه دی کړی په جنګ کی خورا ماهر اوهوښیار وه خورا غښتلی میړنی او جنګیالی وه .او دخپل ولس په وړاندی خورا نرم اوملایم وه .په مجازاتوکی یی دانسان دبدن داعضاو قطع کول منع اعلان کړه .دعادی تشریفاتو طر ف دار وه  .ټیټیدل یی په تشریفاتو کی منع اعلان کړه .خپله کورنی اواقارب یی ددولت په کارونو کی لری ساتلی وه اجازه یی نه ورکوله چه اشتراک وکړی .احمدشاه اته « ۸»زامن درلودل یواځی دوهم زوی یی تیمورشاه دسلطنت وکیل وه .او دجهان خان پوپلزایی دهدایت اولارښوونی لاندی دمملکت په شرقی او غربی برخه کی په مشق اوتمرین مصروف وه .احمدشاه دخپل دربار مصارف کم کړه .د خپلی قوی اوددولت دکارکونکومعاشات یی په وقت ا وزمان اجراکول .مالی دفترونه او معاشعات یی خورا ښه تنظیم کړی وه .(دخل او مصرف یی منظم وه ) احمد شاه نوی دولتی اورګانونه جوړاو ترتیب کړه ۱:-وزارت د صدراعظم په سویه .۲ :-دیوان اعلی (وزارت مالیه )   ۳ :-خزانه داری ۴:-دفتر ضبط بیګی (امنیه وکوتوالی ) ۵ :-دفتر ضبط احوالات اواستخبارات ) ۶:-دفتر داروغګی اخبا ر وهر کاره باشی  خلاصه دا چه احمد شاه په هغه وخت کی ددولت دریګونی قوی تاسیس کړی .او نظامی قوه یی زیاته تقویه کړه .او همدا رنګه احمد شاه یوه جرګه دقومی او قبایلو دمشرانو،اودنظامی عالی افسرانو نه یو ځای جوړه کړه او همیشه به یی پاچاه ته مشوری ورکولی او پاچاه دتولو اجرایوی اوقضایی اونظامی چارو په راس کی وه . او همیشه به یی تصمیم قاطع وه او ټول دولتی مشران یی دمشوری په ترتیب په مسولیت کی شریکول  په خارجی سیاست کی یی په نظامی قوی تکیه کوله احمد شاه په هغه زمانه کی ( ۱۶ ) زره منظم عسکر سواره او پیاده دټوپ خانی په شمول یی ثقیل اوخفیف (زنبورک یا شهنک ) درلودل اوترانسپورت اونقلیات یی همیشه په اسونو ، فیلونو ،او اوښانو کول .داهم دیاده ولو ده چه احمد شاه بابا دافغانستان په بیا جوړه ونه کی دمیرویس خان هوتکی لاره تعقیبوله .احمدشاه دمیرویس نا مکمله طرحه تکمیل کړه .همدا رنګه څنګه چه احمد شاه دنادر افشار غوندی په نظامی فعالیتونو کی بریالی اوسرفراز وخت تیر کړی .او لازمی تجربی یی درلودی .ښه اساس او بنسټ یی داوه چه دولت یی ډیر قوی او مستحکم وه اوولس ،ملت تری نه راضی اوخوشحال وه .دملک په اداره کی یی سیاسی وحدت اوحقوقی مساوات دخلکو په منځکی په نظر کی نیوه . دمذهب ،ژبی،نژاد،منطقی ،او قبیلوی سلیقه او تفاوت ته یی اجازه نه ورکوله احمد شاه بابا لاندی خلک والیان اودخپل دولت مسولین په خپل قلمرو کی ټا کلی وه . ۱:-په هرات کی درویش علی خان هزاره ۲ :-په نیشاًور کی عباس قلی خان بیات ۳ :-په سوات کی اشرف خان غلجایی ۴ :- په شکارپور کی دوست محمد خان کاکړ ۵ : -په مشهد کی شاهرخ افشار ۶ :-په کشمیر کی خواجه عبداله خواجه زاده ۷ :-په پتیاله کی امیر سنګ سیک ۸ :- په بلوچستان کی نصیر خان بلوچ . ۹ :-په پنجاب کی زین خان مهمند .۱۰ :-په سند کی نورمحمد خان مشهورپه شهنواز خان سندی .۱۱ :-په دیره اسمعیل خان کی موسی خان .۱۲ :- په ملتان کی شجاع خان ابدالی ۱۳:- په پایتخت کی داحمدشاه بابا ددارالنشاه یا ددفتر ریس مرزاهادی خان قزلباش ۱۴ :-مستوفی یی دیوان اعلی مرزا علی رضا خان قزلباش او عمومی خزانه دار یی یو نفر هندی دیوسف علی په نوم چه په التفات خان مشهور وه مقرر کړی وه. دا وروستی خبری دی چه داتلسم قرن څخه راوروسته انګریزی استعمار دنفاق اور بل کړه او مذهب ،ژبی ،اونژاد توپیر زهریی زمونږ په جامعه کی وپاشل او تر نن پوری دامصیبت ادامه لری . داحمد شاه بابا سرحد دسند تر سینده پوری وه . احمد شاه په « ۱۷۶۱ » دقندهار ښار دافغانستان پایتخت وګرځوه .چه په قندهار کی دهغه دمقبری ساختمان دهغه وخت دمعماری او نقاشی خورا ښه نمونه ده .په احمد شاهی سکه باندی دشمشیر ،ستوری اودغنمووږی کښل شوی وه .احمدشاه بابا دخپل پاچاهی په دوران کی اول سفر شرقی افغانستان ته په کال «۱۷۴۷- ۱۷۴۸» دجهان خان پوپلزایی په کمک تر سره کړه اودسند سیند تر ساحل ورسیده .او بابری هندی سلسله یی ختمه کړه .په دی وخت کی ناصر خان دبابری هندی دولت نماینده په کابل اوپیښور کی حکومت کاوه .په کال «۱۷۴۹ » کی یی دغرب خوا ته سفر وکړه دهرات امورات یی تنظیم کړه او په عین حال کی یی دهرات دښار څخه خپل صدراعظم شاولی خان با میزایی د خپلی قوی سره شمال دافغانستان ته واستوه هغه په ټولو شما لی ولایاتو کی یی ملوک الصوایفی ختمه کړه . مروه ،فاریاب ،جوز جان ، بلخ ،خلم بدخشان او تخارستان احمد شاه ته خپل بایعت ورکړه او شاولی خان په ټولو ساحوکی نوی مامورین تعین کړه اومالیاتی نظم یی راوسته شاولی خان داحمد شاه با با په لار ښوونه خرقه مبارکه دبدخشان څخه دځان سره قندهار ته راوړه .   او دهندوکش ،پنجشیر ،ګلبهار ،کاپیسا ،کابل او غزنی دلیاری بیرته په کال « ۱۷۵۰» بیرته قندهار ته ستون شووه . احمد شاه با با په غربی سفر کی خپل مشهد او نیشاپور ته لاړه او جام ،باخزر ،تربیت او تر شیز یی دخراسان څخه منفک اوهرات پوری یی وټړل .او عراق یی هم دخپلی امپراطوری پوری وټاړه اوخپله بیرته مشهد ته راغی . احمد شاه په کال «۱۷۵۱ »دهرات څخه قندهارته راغی او تر امو نه ترعمان او دسند د سیند بیا تر ایران دشتو پوری دافغانستان سیاسی وحدت ټینګ اوتکمیل کړه .او قابل دیاده ولو ده چه په کال «۱۷۵۸ »افغانی حکومت په پنجاب اودهلی کی سقوط وکړه او دهلی قومی مشرانو او دهغه ځای خانانو داحمدشاه سره رابط وکړه اوپه کال           « ۱۷۶۰- ۱۷۶۱» پوری آحمد شاه خپل اوم سفر ددهلی په لور وکړه دمرهته لښکرو سره سخت جنګونه وکړه اودهلی تری نه بیرته ونیوه احمد شاه بابا په « ۱۷۷۳ » کال کی د(۵۰ ) کالو په عمر ددی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او جسد یی په قند هار کی دهغه په مقبره کی خاورو ته وسپارل شووه . او افغان ولس ته لویه امپراطوری پریښوده داحمدشاه بابا دپاره . خادم صاحب وایی .خادم چه په رښتینی څوک دملک او دملت شی × وطن یی پس دمرګه په مدفن فخر کوی .

                                                                                                       دهند وچه کی دانګلیس سیاست اوافغانستان ته مشکلات جوړه ول 

 په پخواه زمانو کی ارو پایانو هندی محصولات لکه وریجی،پنبه ،بوره ،او داسی نور محصولات داسیایی کاروانو څخه لاس ته راوړل .په « ۱۵» قرن کی داول ځل دپاره پرتګال دبحر دلیاری څخه دهند کلکته ته داخل شووه .او سل کاله دهند تجارت دهغوی په لاس کی وه .وروسته بیا هالندیان ،انګریزان ،فراسویان ،دنمارک ،او جرمنی دهند په تجارت کی شامل شووه. هالندیانو پر تګال دصحنی خارج کړه .اوانګریز په کال         « ۱۶۰۰» کی شرق الهند کمپنی جوړه کړه اوتجارتی جواز نامه یی حاصل کړه . او غربی ساحل دهند سورت یی خپل مرکز وټاکه .په کال « ۱۶۱۴» جیمز دانګلیس پاچا سرتوماس رو دجهانګیر دربار ته ولیړه چه په هغه وخت کی دهند شاهنشاه وه او تجارتی خواهش ځینی وکړه او تجا رتی انحصار یی په لاس راوړ .انګریزی کمپنی دخپلی ستراتیژی دتطبیق دپاره ځایونه اوملکیتونه خریداری کړه .اوپه هند کی یی خپل استحکامات وکړه او ځان یی کلک کړه .او تقریبآ دا تجارتی انحصار «۲۱۳ » کاله اوږد شووه .اوکمپنی عملأ بی دښمنه اوبی حر یفه پاتی شووه .په دی وخت کی دهند دولت فاسد شوی وه اومملکت په حصو اوبرخو تقسیم شوی وه .دسند سواحل چپی غاړی ته تر شلیچ تر سینده پوری پنجا ب ،ملتان ،کشمیر دافغانستان دولت په لاس کی وه او دمنځنی هند غربی او شرقی سواحل دمرهته قواو دخواه اداره کیدل او جنوبی هند او حیدر اباد دمیسور دولت دحیدر علی پاچا نظام په لاس کی وه په حقیقت کی دادری پارچی حکومت دهند دبابری شاهنشاهی ددهلی تابع ګڼل کیده او په بعضی برخوکی دهند وستان کی ملوک الطوایفی هم حاکمه وه چه دمرکزی دولت تابعیت یی نه کاوه .دانګریزحاکمان چه دهند داخلی وضیعت نه یی اګاهی درلوده دهند په تسخیر اونیولو یی اقدام وکړه دانګریز لوی سیاست داوه چه ویل به یی چه یو اوښ  (شتر) یو ځل دمعدی دهضم دپاره امکان نلری مګر داچه ټوټه ټوټه شی اودهضم څخه تیر شی.اودا فورمول چه نفاق واچوه او حکومت وکړه .په ټولی ځمکی کره کی یی اور بل کړه او دانظر یی په یوګوسلاویا تطبیق کړه په پارچو پارچو یی تقسیم کړه .انګریزانو همیشه فکر کاوه چه ددوی اصلی رفیب دهند په خاوره کی افغانان دی او همیشه دافغانستان دخواه په ډار کی وه .اورنجیت سنګ یی دافغانانو په مقابل کی تقویه کووه .او دبنګال څخه یی خپل فعا لیت شروع کړه .انګریزان په بین المللی مناسباتو کی ،سنګدل ،ظالم او فریب کاره دی .او په عین حال بی وفاه هم دی او جهانی جنګونه او مستعمری یی دخپلو ګټو دپاره جوړی کړی انګریز همیشه فکر کاوه چه ده هند په خاوره کی ددوی اصلی رقیب افغانان دی انګریزانو دهند دروازی دبحری لارونه ټړلی وی . شرق اوغرب او جنوب دهند بحری برخه دهندیی په لاس کی وه .او په شمال یی فکر کاوه دپا میر او همالیا دغرونو دلیاری هند ته لار نشته ده .صرف په شمال کی افغانستان هندته دداخلیدو دروازه ده .برعلاوه ددی نه انګریز دهند په طلایی زخیرو مصروف وه او هغه یی چاته نه ورکول او نه چاته پریښودل .په دی خاطر چه شمالی هند ډهلی دافغان به لاس کی وه  اوداحمدشاه بابا په امپراطوری کی شامل وه .انګریز غوښتل چه افغانستان پارچه پارچه اوتجزیه کړی .افغانان په نفاق او خانه جنګی کی وساتی .د «۱۶ » څخه تر «۱۸ » قرن پوری بابری دولت دافغان دولت څخه  په هند کی واکی خپلی کړی . او تر افغانستان پوری منګولی ښخی کړی مګر ناکام شووه .ولی بیاهم احمد شاه بابا دبابری ضعیف دولت سره دمرهته په مقابل کی کمک وکړه او مرهته ته یی ماتی ورکړه.انګریز غوښتل چه افغانان په جهل ، دروغګویی ،غارت ګری  کی وساتی اودنیا ته یی معرفی کړی او ټوټ ،ټوته یی دخپل تسلط لاندی راولی او دافغانستان ډیر عمر دانګریز سره په مقابله کی په جنګونو تیر شووه.چه دپانی پټ اومیوند جنګونه یی ښه نمونه ده .او انګریزانو همیشه دپاره افغانان دسنی اوشیعه مذهبونو سره جلا اودژبی په لحاظ دری زبان اوپښتو ژبی دنژاد له پلوه تاجک ، پښتون  ،ازبک ، هزاره دقبیلی له پلوه غلجایی اودرانی او دمنطقی له پلوه قندهاری اوهراتی سره جلاکړی او په خپل منځ کی سره په جنګ واچول .انګریز وکولی شووه چه دایران دقاجاری دولت په کمک دافغانستان دتخریب دپاره لاس په عمل پوری کړی . او خپل دوه نمایندګان یی هر یو جاون ملکم اوبارونت جونز یی دایران په قاجاری دولت کی دافغانستان دتخریب دپاره ځای په ځای کړی وه .او افغانی خراسان یی دایران قاجاری دولت ته تسلیم کړه او په مقابل کی یی دوه دانی ډیر قیمتی الماس ،او نور لعل او جواهرات یی درشوت او تحفی په شکل واخیستل .او قاجاری دولت دانګریز پالیسی په افغانستان کی پیاده کړه .انګریزانو شاه محمود او وزیر فتح خان دشاه زمان په مقابل کی سره وجنګول .او دافغانستان په لویه احمد شاهی امپراطوری کی داخلی جنګونه اومحلی حکومتونه ،اوملوک الطوایفی ګانی شروع شوی .او په دی وخت کی دانګریز صدراعظم دهند دولت ته رسمی امر صادرکړه چه په افغانستان کی کلکه مداخله وشی  چه همدا اوس یی وخت دی .تر څو دروس دولت مقابل کی غیر عبوری دیوال جوړ کړی .او داهغه لویه اوپراتیفی بازی دشرق ا وغرب ده چه افغان ملت یی تر نن پوری قربانی ورکوی . انګریزانو تقریبآ دیو قرن په جریان کی « ۹۰» جنګونه په افغانانو تحمیل کړه او په  «۳۰ » کالو کی یی  « ۳۷» مرتبی سفر بری او دافغنستان په ازادو سرحداتو تعرض اوجنګونه تحمیل کړه .اونګریزانو اعتراف وکړه چه افغانان ،میړنی ،اوجنګیالی ،توریالی او باتور خلک دی ،تند مجازه ،او په ازادی مین او تردوی باتور او میړنی خلک په دنیا کی نشته دی . انګریزانو بالا حصار دکابل دکیوناری دقتل په وړاندی ویجاړ کړه .او اور یی ورته واچوه .او همدارنګه دکابل دښار بازار یی دمکناټن او برنس دقتل په مقابل کی وسوځواه .اولوی افغانستان یی په خرابه تبدیل کړه .او قابل دیاده ولوده چه فریدریک انګلس په کال « ۱۸۵۷» کی په خپله مقاله کی دافغانانو په باره کی داسی لیکلی دی افغانان ،زړور ،باقوته اونهایت ازادی دوسته خلک دی .او انګلس داحمد خان ابدالی په باره کی لیکی چه دخراسان نه تر ډهلی پوری داحمد خان په فرمان کی وه .دی زیاتوی چه انګریزانو په کال « ۱۸۴۲ » کی په افغانستان کی ماته وخوړه او افغانانو ته تسلیم شووه .او دتسلیمی معاهده یی لاس لیک کړه او دهغه په اساس یی ټولی پیسی او توپخانه یی افغانانو ته تسلیم کړه .اوهمدارنګه دانګریز دقوی مشکلات په کابل کی دناپیلون مشکلاتو سره په مسکو کی پرتله کولی شووه .تر څو چه یو نفر داکتر برایدن نیم ژوندی دکابل څخه پیښور ته په خره سپور ورسیده .بلاخره انګریزان په دی وتوانیدل چه زمونږ ورونه قومونه زمونږڅخه جلا او په کال « ۱۸۹۳» کی جبری ددیورند لین په امیر عبدالرحمان خان تحمیل او ډیری خواوی تری په زور واخلی .په کال «۱۹۳۹ - ۱۹۴۵ » کله چه دوهم جنګ جهانی شروع شووه دانګریز تعرضی سیاست په افغانستان کی ختم شووه .اودهند وچه یی پریښوده .او په « ۱۹۴۷ » کالکی یی پاکستان دمذهب په نوم جوړ ګړه او دخپلی ستراتیژۍ دتطبیق دپاره یی دروس په مقابل کی دهغه دمسلح قواو رهبری غیر مستقیم په لاس کی ونیوله چه تر نن پوری یی نسلونه  نسلونه افغانان قربانی کیږی .دتیر تاریخ څخه زده ګړه د هر افغان ایمانی او وجدانی دنده ده .تر څو چه داینده دپاره زمونږ دلیا ری مشعل شی دا دی دهغه مات له کبله چه روس ته یی په افغانستان کی ورکړه .دافغانستان دقضیی اصلی لوبغاړی انګریز یو ځل دنړی دابر قدرت په شمول یعنی امریکا او (۴۸ )ممالک دافغانستان داشغال دپاره په ګران وطن داخل او دتروریزم په نوم دا یوولس کلن غوبل او ټول وژنه زمونږ په خلکو ادا مه لری ګران لوستونکو راځی چه یو ځای وطنی مینه دمحترم مختار په شعر ختمه کړو .مینه لرو ډیره ستا دشاړو او میرو سره ×جار دی شم وطنه ستا دهسکو هسکوغروسره.  نوروته که لعل اوجواهر ،طلا قیمت لری ×مونږ ته ستا کانی بوټی ډ یر قدر و قیمت لری × خیردی که پردی لری لعلونه څه اهمیت لری ×زه مختار یی کله بدلوم ستا د ا یروسره .وسلام

                                                                                                                        

  « اخیستنه :- افغانستان درمسیر تاریخ میر غلام محمد غبار . »


November 25th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی